-
سراج الدین حقاني: ودانۍ جوړېږي، خو د باور جوړول ډېر اړین دي
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي: ودانۍ جوړېږي، خو تر ټولو مهم د باور جوړونه ده چې باید ترلاسه شي.
-
کابل: موږ ناپییلي سیاست لرو؛ د متوازنې تګلارې پر بنسټ کار کوو
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په غزني کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وویل چې د اسلامي امارت پالیسي ناپییلي او د متوازنې پالیسۍ پر بنسټ ولاړه ده.
-
افغان چارواکو په ایران کې د افغانانو د اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې وکړې
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر سره د افغان سوداګرو د اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې او بحث وکړ.
-
د کندهار- هرات د لویې لارې په اوږدو کې د ۸ محرابه مسجدونو د جوړولو کار پیل شو
کابل- ایرنا- د افغانستان د فواید عامې وزارت د کندهار- هرات د لویې لارې په اوږدو کې د ۸ محرابه مسجدونو د جوړولو د پیل خبر ورکړ.
-
د ازبکستان نوي سفیر د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وسپارله
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال اعلان وکړ چې د ازبکستان د نوي سفیر د خپل باورلیک کاپي د دغه وزارت سرپرست ته وسپارل شوه.
-
د هرات والي د افغانستان د مرمرو د صادراتو په برخه کې د ترکمنستان د همکارۍ غوښتنه وکړه
هرات- ایرنا- د هرات والي د ترکمنستان د ماري ولایت له والي سره په کتنه کې له افغانستان څخه د مرمرو د صادراتو په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
-
د افغانستان او جاپان چارواکو د ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر د جاپان سفیر د ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.
-
افغان او ترکي چارواکو له نشه يي توکو سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین او د ترکیې جمهوري دولت سفارت د کورنیو چارو سلاکار له نشهيي توکو سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.
-
په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست په ایران کې د برېښنايي تذکرو د وېش د مرکزونو د جوړېدو غوښتنه وکړه
کابل- ایرنا- په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت سرپرست په ایران کې د افغان مهاجرینو د هویت د ستونزو د حل په موخه د الکترونیکي تذکرو د ویش د مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
-
ډاکټر سید احمد شاداب د بلخ د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په توګه خپله دنده پیل کړه
مزارشريف- ايرنا- د بلخ د والي وياند اعلان وکړ، چې ډاکټر سيد احمد شاداب د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د مرستيال په توګه دنده پيل کړې ده.
-
له ١٠٠ څخه زیات پوځي تجهیزات ترمیم شول
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د ۲۰۷ الفارق قول اردو د څه دپاسه ١٠۰ عرادې بېلابېل وسايط ترميم وکړ.
-
په بغلان کې د راستنېدونکو لپاره یوه ښونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په بغلان ولایت د سولې په ښارګوټي کې د راستنیدونکو لپاره د یوه نوي ښوونځي د پرانیستلو خبر اعلان وکړ.
-
د دولتي ځمکو د استرداد دوام:
په غور ولايت کې څه د پاسه ٦٠٠ جريبه ځمکه دولتي تثبیت شول
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په غور ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه ځمکې دولتي تثبیت وکړه.
-
د چابهار بندر په پراختیا سره ایران ازادو اوبو ته د افغانستان لاسرسی اسانه کوي
کابل- ایرنا- د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مشر وویل: ایران هڅه کوی د چابهار بندر په فعالولو او پراختیا سره، افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.
-
د سرپرست حکومت اداري مرستیال له مالیزیا سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال په مالیزیا کې د افغانستان سفارت له سرپرست سره په کتنه کې له مالیزیا سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
-
ملا برادر:
د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل د اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده/ موږ د اسلام سپېڅلی دین پرته له هر ډول خرافات څخه خلکو ته ورسوو
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وايي: د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده.
-
افغانستان او ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د نویو لارو پر جوړولو او نښلولو ټینګار وکړ
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت د اوسپنیز پټلۍ مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوسپنې پټلۍ د نویو لارو په جوړولو او نښلولو ټینګار وکړ.
-
یونیسف کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژې په پلي کولو کې د سرپرست حکومت سره همکاري کوي
کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) چارواکو د افغانستان له سرپرست حکومت سره کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد د پروژې په تطبیق کې خپله همکاري اعلان کړه.
-
د زندانونو د چارو د تنظیم رئیس:
د افغانستان په زندانونو کې د ټولو بندیانو بشري حقونو ته درناوی کیږي
کابل- ایرنا- د افغانستان سرپرست حکومت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مشر ویلي: د افغانستان په زندانونو کې د ټولو بندیانو بشري حقونو ته درناوی کیږي.
-
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو مرستيال :
هیواد د آنلاین سوداګرۍ په برخه کې ډیرې پانګونې او کار ته اړتیا لري
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال وویل: هیواد د کار پیدا کولو ترڅنګ د اقتصاد د پیاوړتیا او د بې وزلۍ د کمولو لپاره د انلاین سوداګرۍ په برخه کې لا زیاتو پانګونې او کار ته اړتیا لري.
-
د نړیوال روغتیا سازمان د ختیځ مدیترانې سیمې عمومي رییس:
موږ هڅه کوو چې د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان څوکۍ ژر تر ژره سرپرست حکومت ته وسپارو
کابل- ایرنا- د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشر د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د سرپرست حکومت ته د سپارلو هڅې پیل کړې.
-
مولوی عبدالکبیر: افغان طلباء اړ نه دي چې د حدیثو د زده کړې لپاره بهر ته سفر وکړي
کابل- ایرنا- مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي ښوونځیو د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل: افغان طلباء دې ته اړتیا نه لري چې د حدیثو د زده کړې لپاره بهر ته سفر وکړي، ځکه دغه هېواد د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.
-
د طبیعي قربانیانو سره د رسیدنه لپاره:
د پيښو سره مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کنسرن انسټیټیوټ سره د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کنسرن انسټیټیوټ سره د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
-
په پنجشېر ولايت کې څه دپاسه سل هکتاره ځنګلونه بيا ورغول شول
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په پنجشیر ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ هکتاره ځنګلونو د احیا کولو خبر اعلان وکړ.
-
په څو ورځني ورکشاپ کې د ګډون لپاره:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لس کسه رییسان او کارکوونکي ترکیې ته سفر وکړ
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لس کسه رییسان او کارکوونکي د پېښو او زلزلې په اړه ورکشاپ کې د ګډون په موخه ترکیې ته د سفر خبر ورکړ.
-
د ملی دفاع وزارت: نږدې ۵۰۰ پوځي تجهیزات ترمیم شول
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۵۰۰ ډوله پوځي تجهیزاتو د ترمیم اعلان وکړ.
-
په بدخشان کې دوه تنه د یوه نسواري یږ د ښکار په تور ونيول شول
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په بدخشان کې د یوه نسواري یږ د ښکار په تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
-
د افغانستان چارواکو او د بحران نړیوالې ډلې د اقلیم د بدلون د ننګونو د مخنیوي لپاره پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
کابل- ایرنا- د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر او د بحران د نړیوالې ډلې چارواکو د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ.
-
کابل او تهران د ریلي د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت د ریل پټلۍ د ادارې اجرائیوي رئیس د دواړو هیوادونو ترمنځ د ريلي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
-
د روسیې له پانګوالو سره د حکومت د اقتصادي مرستیال غونډه؛
ملا برادر: افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل: افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه هیواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.