د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي: په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته به دوام ورکړو

کابل- ایرنا- د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې وویل: چین به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته به دوام ورکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن یکشنبه د غویی ۲۱مه په کابل کې د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي ښاغلي یو شیاویونګ سره وکتل.

دواړو لورو په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان له اسلامي امارت څخه د چین د دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګرۍ برخه کې پرمختګ د ستایلو وباله.

د چین د خلکو جمهوریت ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې هېواد به یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد په اقتصادي پراختیا کې به خپله ونډه ولوبوي.

ښاغلي یو شیاویونګ د دې کتنې په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر رسمي بلنه‌لیک د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته د هغه هېواد ته د سفر لپاره وسپاره، چې د افغان لوري له خوا په خوښۍ سره ومنل شو.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی دوه ورځې وړاندې د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.

د خبر پایله/.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .