د فراه ولايت والي د فراه او د خراسان جنوبي ولايتونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر زياتوالي ټينګار وکړ

هرات- ایرنا- د فراه والي د ایران خراسان جنوبي ولایت ته په خپل دوه ورځني سفر کې، د دغو دوو هېوادونو د ولایتونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو پر زياتوالي ټینګار وکړ.

له هرات سخه د ایرنا خبري اژانس د خبریال د راپور له مخې، د فراه والي غوث الدین شنبه د غبرګولي په ۱۰مه، د ایران خراسان جنوبي ولایت ته په خپل سفر کې، د بیرجند له ځانګړې اقتصادي زون او د ماهیرود پولې ته څېرمه له تولیدي واحدونو څخه لیدنه وکړه او د انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې یې له ایران سره د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو پر پراختیا ټینګار وکړ.

ورپسې، د فراه والي د خراسان جنوبي ولایت له والي سره یوځای د ماهیرود په ځانګړې اقتصادي زون کې د ساختماني توکو تولید په برخه کې د فعالې یوې کمپنۍ څخه لیدنه وکړه او د دغه واحد د فعالیتونو او تولیدي ظرفیتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

د سربېشه ولسوالۍ ته د فراه والي سفر هم د دغه سفر د لومړۍ ورځې د پروګرامونو یوه بله برخه وه. هغه د ستاره کیان بیرجند له صنعتي کمپلکس څخه هم لیدنه وکړه او د دغه تولیدي شرکت د فعالیتونو له بهیر څخه خبر شو.

د افغان پلاوي د لومړۍ ورځې د لیدنو پروګرام، د بیرجند له ځانګړې اقتصادي زون څخه په بیا لیدنې سره دوام پیدا کوي.

د دغه پروګرام په دوام، یوه تخصصي ناسته به د ځانګړې اقتصادي زون د سوداګرو او اقتصادي فعالانو په شتون کې جوړه شي چې په هغه کې به د صادراتو، پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په برخه کې پر ګډو ظرفیتونو او فرصتونو بحث او څېړنه وشي.

خبر پای.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .