چمتو یو چې له موجوده ظرفیتونو په ګټه اخیستنې سره له ترکمنستان سره د ګډې همکارۍ زمینې پراخې کړو

هرات- ایرنا- د هرات والي د ترکمنستان د "ماري" ولایت له والي سره په لیدنه کې وویل: موږ چمتو یو چې له موجوده ظرفیتونو په ګټه اخیستنې سره له ترکمنستان سره د ګډې همکارۍ زمینې پراخې کړو.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د هرات والي مولانا اسلام‌جار د "ماري" ولایت له والي او سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا، د تورغونډۍ بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د بهیر پر اسانتیا او د تاپي پروژې په ګډون د لویو ګډو پروژو د کار پر چټکولو خبرې وکړې.

مولانا اسلام‌جار په دې لیدنه کې په هرات کې وروستیو اقتصادي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې د اسلامي امارت په حاکمیت او د امنیت په ټینګښت سره، افغانستان او هرات د اقتصادي پرمختګ په حال کې دي او دا کولی شي د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

اسلام جار د انرژۍ، ټرانسپورټ او د مرمر ډبرو د صادراتو په برخو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: موږ چمتو یو چې له موجوده ظرفیتونو په ګټه اخیستنې سره د ګډې همکارۍ زمینې پراخې کړو او له اقتصادي فرصتونو په ګډه ګټه واخلو.

له بلې خوا د ترکمنستان د ماري ولایت والي بګنچ مراد ارازوف د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د هرات د صنعتي ښارګوټي له تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د هرات والي مولوي اسلام‌جار سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې، د یاد ولایت والی پرون د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللي وو.

د خبر پایله/

Your Comment

You are replying to: .