AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱ ۱۲:۴۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85840541
T T
۱ Persons

Tags

د عمان د بهرنیو چارو وزیر: د ایران او امریکا ترمنځ پنځم پړاو خبرې به سبا وشي

کابل- ایرنا- د عمان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو پنځم پړاو به سبا ترسره شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر، بدر البوسعیدي، چهارشنبه شپه د غويي ۳۱ د خپل ایکس  په پاڼه کې ولیکل: د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو پنځم پړاو به د جمعې په ورځ غبرګولي ۲ د ایټالیا په روم ښار کې ترسره شي.

د ایرنا د خبر له مخې، د خبرو څلورم پړاو د ۱۴۰۴ کال د غويي په ۲۱ د یکشنبې په ورځ په مسقط کې ترسره شوی و.

ایران په وار وار ټینګار کړی دی چې د هرې موافقې اقتصادي ګټه یو نه انکاریدونکی ضرورت دی او هر هغه اقدام چې د دې ګټې مخه ونیسي، د تهران لپاره د منلو وړ نه دی. همدارنګه د اټومي په برخه کې، د وړتیاوو ساتنه او د غني کولو بشپړ دوران، د ایران په پالیسۍ کې د نه خبرو اترو وړ اصل په توګه تعریف شوی دی.

د خبر پایله.

اخبار مرتبط

  • د ایران رهبر : ټرمپ دروغ وویل

    د ایران رهبر : ټرمپ دروغ وویل

    کابل-ایرنا- د انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: ټرمپ وویل چې غواړي د سولې لپاره له "قدرت" څخه کار واخلي؛ هغه دروغ وویل. هغه او امریکایي چارواکي، د امریکا حکومتونه، له "قدرت" څخه یې د غزې د عام وژنې لپاره، په هر ځای کې چې وکولی شي د جګړې د اور لګولو لپاره، د خپلو مزدورانو د ملاتړ لپاره کار واخیست. هو، له "قدرت" څخه د سولې او امنیت لپاره کار اخیستل کیدی شي. له همدې امله، د دښمنانو د ړوندوالي لپاره، موږ به ان شاءالله هره ورځ خپل ځواک او د هیواد ځواک زیاتوو.

  • د ایران ولسمشر: له امریکا سره موافقې ته رسېدل ممکن دي، خو د زور ویلو له تګلارې څخه د ډډه کولو په شرط

    د ایران ولسمشر: له امریکا سره موافقې ته رسېدل ممکن دي، خو د زور ویلو له تګلارې څخه د ډډه کولو په شرط

    کابل- ایرنا- د ایران ولسمشر له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو اترو ته په اشارې سره وویل: له امریکا سره موافقه یو ممکن کار دی، خو د هغې تحقق یو اساسي شرط ته اړتیا لري او هغه دا چې امریکایي اړخ د تحمیل او زور ویلو له تګلارې څخه ډډه وکړي، ځکه موږ په هیڅ ډول کې زور ته غاړه نه ږدو.

  • عراقچي: زموږ سیمه تفاهم، پیوستون او دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري/ صهیونیستي وجود په سیمه کې د سولې تهدید دی

    عراقچي: زموږ سیمه تفاهم، پیوستون او دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري/ صهیونیستي وجود په سیمه کې د سولې تهدید دی

    کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: بې له شکه د تاریخ په اوږدو کې د ایران او عربي نړۍ ښو اړیکو او د ستر اسلامي تمدن په چوکاټ کې، اسلامي تمدن او ټولې نړۍ ته ارزښتناکې لاسته راوړنې درلودلې دي، او له همدې امله زموږ سیمه تفاهم، پیوستون او دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.

Your Comment

You are replying to: .