-
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر: د ایران انقلاب د لویدیځ نړۍ حیران کړه / دښمن هیڅ غلطی نشی کولای.
کابل- ایرنا- د ایران اسلامي انقلاب ستر مذهبي مشر په دې ټینګار سره چې د ایران اسلامي انقلاب لویدیځه نړۍ حیرانه کړه، وویل چې د ایران سیاسي نظام د خدای په فضل له یو لوی انقلاب څخه رامنځته شوی او بشپړ وده، ثبات او اقتدار لري.
-
ایران د نړۍ د ځیګر د پیوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ
کابل - ایرنا - د ایرانیانو د اعضاؤ د ورکولو د ټولنې د بورډ مرستیال وویل: د اعضاؤ ورکول له ۲۵ کلونو راهیسې ۷۰ چنده زیاتوالی موندلی او اوس مهال ایران د ځیګر د پیوند په برخه کې د نړۍ لومړی مقام لري او د دې پیوند د امپراتورۍ په توګه مشهور دی.
-
د ایران د اټومي پروګرام په اړه بې بنسټه ادعاوې، د تهران پر ضد د فضا جوړولو پلمه ده
کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت او اټومي انرژۍ سازمان د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د عمومي مدیر د راپور په اړه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د بې بنسټه ادعايي موضوعاتو تکرار، چې د دغو ادعاوو د اعتبار لامل نشي کېدای، له دې سره د زیاتې اندېښنې څرګندول، یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د سیاسي فضا جوړولو پلمه ده.
-
پاکستان له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کوي / موږ د اسلامي امت په منځ کې د ایران مقام ته لوړ ارزښت ورکوو
کابل- ایرنا- د پاکستان لومړي وزیر د ایران له مذهبي مشر او ولسمشر سره له لیدنو وروسته وویل: موږ د اسلامي امت په منځ کې د ایران مهم مقام ته لوړ ارزښت ورکوو او د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کوو.