کابل د ایران د جیولوجي سازمان له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ایران د جیولوجي او معدني اکتشافاتو سازمان څخه د لیدنې پرمهال د دغه سازمان له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د غويي په ۳۱ مه د ایران د جیولوجي او معدني اکتشافاتو سازمان څخه لیدنه وکړه او د دغه سازمان له مشر داریوش اسماعیلي سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د ایران د جیولوجي او معدني اکتشافاتو سازمان مشر د افغان پلاوي سره په کتنه کې د جیولوجي، معدن او د ځمکې علومو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي په دې پروګرام کې د سازمان له بېلابېلو برخو لکه تخصصي لابراتوارونو او د ځمکې علومو موزیم څخه لیدنه وکړه او د سازمان له تخنیکي، لابراتواري او علمي وړتیاوو سره بلد شول.

د سرپرست حکومت پلاوي د کارپوهانو د تخصص له کچې او موجودو زیربناوو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د ایران د جیولوجي سازمان له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.

د انساني ځواکونو روزنه، د تخنیکي پوهې لېږد، د افغانستان د جیولوجیکي پوتانسیلونو پېژندنه او د پرمختللو لابراتواري تجهیزاتو څخه ګټه اخیستل د دې لیدنې په اجنډا کې شامل وو.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.

د خبر پایله

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .