د ایرنا خبري آژانس د خبریال د راپور له مخې په کابل کې؛ د افغانستان سرپرست دولت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي، نن شنبه د غويي په ۲۰ مه نېټه په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت سرپرست علیرضا بېکدلي سره وکتل.
ترابي ایران یو دوست او ښه ګاونډی هېواد وباله او د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې یې له افغانانو سره د ایران اسلامي جمهوریت مرستو ته په اشارې سره، د ایران د بشردوستانه همکاریو صمیمانه قدرداني وکړه.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې سرپرست وویل: د اقلیمي بدلونونو له امله، افغانستان په وار وار له سیلابونو سره مخ کېږي چې کرنیزې ځمکې، باغونه، کورونه او عام المنفعه تاسیسات ګواښي، له همدې امله، دغه اداره پلان لري چې د استنادي دېوالونو په جوړولو او وقایوي پروژو په تطبیق سره د خطرونو مخه ونیسي او دغه فعالیتونه سون توکو ته سخته اړتیا لري چې د ایران اسلامي جمهوریت کولای شي په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.
ترابي د ایران د سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د دې ادارې کارمندانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري وکړي. هغه څرګنده کړه: د ادارې نورې اړتیاوې به هم له ایراني لوري سره شریکې شي او په پېښو کې زیانمن شویو کسانو لپاره د خوراکي توکو په برابرولو کې یې هم د ایران همکاري وغوښته.
د ایران اسلامي جمهوریت سرپرست علیرضا بېکدلي د دې لیدنې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دواړه هېوادونه له انساني، ګاونډیتوب او اسلامي پلوه نږدې اړیکې لري او دا مشترکات ځینې مسوولیتونه هم لري، له همدې امله د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه: د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او د ایران او فراه ولایت ترمنځ د ۱۱۷ کیلومتره سړک جوړول د دې همکاریو ښکاره بېلګه ده.
علیرضا بېکدلي څرګنده کړه: د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره له هغو بنسټونو څخه ده چې په ستونزمنو شرایطو کې خلکو ته خدمت کوي او د ملاتړ وړ ده.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران سفارت به د دې ادارې او د ایران د بحران مدیریت سازمان ترمنځ د ارتباطي پله په توګه عمل وکړي او د دې ادارې غوښتنې به له یاد سازمان سره شریکې کړي او پایلې به افغان لوري ته خبر کړي.
د خبر پایله.
Your Comment