افغانستان
-
حنفي: د اهل تشیع د هوساینې او ستونزو د حل لپاره به له هېڅ هڅو ډډه ونه کړو.
کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال د یو شمېر شیعه عالمانو سره په لیدنه کې وویل: د شیعه ګانو د هوساینې او د ستونزو د حل لپاره به له هېڅ هڅو ډډه ونه کړو.
-
نورالدین ترابي: د ایران د بشردوستانه همکاریو صمیمانه قدرداني کوو
کابل- ایرنا- د افغانستان سرپرست دولت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي، له علیرضا بېکدلي سره په کتنه کې وویل: د ایران د بشردوستانه همکاریو صمیمانه قدرداني کوو.
ایران
-
غریبآبادي: په غني کولو کې وقفه د منلو نه دي/ د غني کولو حق زموږ قطعي سره کرښه ده
کابل – ایرنا – د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوال مرستیال د ایکس ټولنیزې شبکې یو کاروونکي د اندېښنې په ځواب کې لیکلي دي: د غني کولو حق زموږ قطعي سره کرښه ده! په غني کولو کې هیڅ وقفه د منلو نه ده.
-
ټرمپ: له ایران سره هوکړې ته ډېر نږدې یو / ایراني بې پيلوټه الوتکې ډېرې ښې، چټکې او وژونکې دي
کابل- ایرنا- د امریکا ولسمشر له ایران سره د خپل هېواد اټومي هوکړې ته د نږدې کېدو خبر ورکړ.
-
عراقچي د ټرمپ ایران ضد خبرو په ځواب کې: موږ د ګواښ ځای په ځای کولو سره د یوې بشپړې فریبکارۍ شاهد وو / امریکا د ایران د اقتصادي پرمختګ مخه ونیوله
کابل- ایرنا- د کابینې د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې شپې په سعودي عربستان کې د ایران په اړه د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ما د امریکا د ولسمشر څرګندونې تېره شپه واورېدې، له بده مرغه یوه فریبکارانه نظریه بیان شوه.
-
بقائي: تجربه وايي له امریکا سره په مذاکراتو کې باید په خورا احتیاط سره ګام واخلو
کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او امریکا ترمنځ په غیر مستقیمو خبرو اترو کې د بندون په اړه د ځینو ادعاوو په هکله وویل: په هرې مذاکراتي پروسه کې داسې لوړې ژورې کېدای شي شتون ولري، په ځانګړې توګه په دومره حساس مذاکراتو کې د دوو خواوو ترمنځ چې د یو بل په وړاندې د بې باورۍ اوږد تاریخ لري.