د بې پولې ډاکټرانو سازمان په بامیان ولایت کې د دغه سازمان د وړیا روغتیایي فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.

کابل- ایرنا- افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان عملیاتي مسوولې په بامیان ولایت کې د دغه سازمان د وړیا روغتیایي فعالیتونو د دوام ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال د راپور له مخې؛ افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو (MSF) سازمان عملیاتي مسوولې میرمن سارا شتو، شنبه (د غوايي ۲۷مه) د بامیان ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل.

دواړو لورو د بامیانو خلکو ته د روغتیایي فعالیتونو او روغتیایي خدماتو پر وړاندې کولو خبرې وکړې.

افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان عملیاتي مسوولې په دې کتنه کې، په روان کال کې په بامیان ولایت کې د دغه سازمان د وړیا روغتیایي فعالیتونو پر دوام خبر ورکړ او ډاډ یې ورکړ.

هغې زیاته کړه: د بې پولې ډاکټرانو سازمان هڅه کوي څو ټول روغتیایي فعالیتونه د بامیان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په همغږۍ او مشورې ترسره کړي.

عبدالله سرحدي په دې کتنه کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان څخه وغوښتل چې د بامیان ولایت په محرومو او لرې پرتو سیمو کې روغتیایي فعالیتونو ته زیاته پاملرنه وکړي.

هغه په بامیان ولایت کې د بشپړ امنیت پر تامینولو په اشارې سره څرګنده کړه: دفترونه او موسسې کولای شي په ټول بامیان کې له کوم امنیتي اندیښنې پرته فعالیت وکړي.

د ۱۲ روغتیایي مرکزونو او روغتونونو ودانیو جوړول، د ورس ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون د نیمه کاره ودانۍ بشپړول، د بامیان مرکز د انتاني روغتون فعالول او د ولایتي روغتون د رواني روغتیا برخې تجهیزول د بامیان د والي نورې غوښتنې وې چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان څخه یې وکړې.

د خبر پایله.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .