په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبريال د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت نن چهارشنبه د غویی ۱۷مه په يوه اعلاميه کې ليکلي دي: د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي او د هغه زياتېدل د سيمې په ګټه نه بولي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په دې باور دی چې امنیت او ثبات د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډو ګټو په خدمت کې دی.
دغه وزارت په عین حال کې له دواړو خواوو غواړي چې زغم وکړي او خپلې ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، هند نن سهار وختي د پاکستان په څو نقطو توغندي بریدونه وکړل.
د خبر پایله.
Your Comment