په کابل کې د ایرنا خبري اژانس خبریال د راپور له مخې؛ په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت چارواکو نن یکشنبه د غويي ۲۸مه د دې اداری په اکس پاڼه کې ولیکل: سعید خطیب زاده د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د تهران د خبرو اترو فورم منشي وویل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په ګډون، د افغانستان په اړه ناسته به د تهران د خبرو اترو فورم یوه مهمه موضوع وي. هغه ټینګار وکړ چې په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون، د "افغانستان په اړه د خبرو اترو اهمیت" زیات کړی دی.
د تهران د خبرو اترو فورم د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د ۲۰۰ لوړپوړو چارواکو او پلاوو په ګډون په تهران کې روان دی.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د شنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي په رسمي بلنه د تهران د خبرو اترو فورم کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته ولاړی.
د خبر پایله.
Your Comment