پزشکیان: تهران په ټولو برخو کې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته چمتو دی

کابل – ایرنا – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د افغانستان د دولت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د اړیکو پراختیا ته د تهران چمتووالی خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان نن یکشنبه د غويي میاشتې په ۲۸ مه له غرمې وروسته د امیرخان متقي او ورسره پلاوي سره په کتنه کې په ټولو برخو کې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته د تهران چمتووالی څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد د دې کتنې په اړه په یوه رپوټ کې لیکلي: دا کتنه په دوستانه فضا کې ترسره شوه او دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي وویل: په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، په ایران کې د افغان مهاجرینو وضعیت، د سوداګرۍ زیاتوالی، د نشه يي توکو د قاچاق کنټرول او د سیاسي اړیکو پراختیا په ګډون بېلابېل موضوعات وڅېړل شول.

د ایران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه ګاونډیان وبلل او له افغانستان سره یې په ټولو برخو کې د اړیکو پراختیا ته د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.

هغه همدارنګه د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په ایران کې د افغان مهاجرینو د چارو د اسانتیا لپاره به لازمې همکارۍ ترسره شي.

مولوي امیرخان متقي هم په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو اړیکو او نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.

هغه د سوداګرۍ د زیاتوالي، د نشه يي توکو د قاچاق د کنټرول او د سیاسي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ایران څخه وغوښتل چې خپل هېواد ته د افغان مهاجرینو د ستنولو بهیر په تدریجي ډول ترسره شي، ترڅو د هغوی چارو او شتمنیو ته زیان ونه رسېږي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ د «تهران فورم» په غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کړی او نن له غرمې مخکې یې په دې غونډه کې وینا وکړه.

د خبر پایله.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .