د کابل څخه د ایرنا خبري اژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو تېره شپه د غویی په ۱۶مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست ملا هدایت الله بدري او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي ترمنځ د لیدنې خبر ورکړ.
دواړو لورو په دې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او ښه والي، دوه اړخیزو اړیکو او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو په سرچینو کې د پانګونې په اړه د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د ایران سفارت سرپرست په ټول افغانستان کې سراسري امنیت او بډایه کاني سرچینې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او په کانونو برخه کې یې د ایراني شرکتونو د پانګونې او ګډ کار غوښتنه وکړه.
بیکدلي د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره هم خپله امادګي څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په کانونو برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا څخه هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو وعده یې ورکړه.
د ایرنا د خبر له مخې، له دې وړاندې هم د ایران د اسلامي جمهوریت د کانونو خصوصي سکتور د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ملتیا کابل ته په خپل سفر کې په کانونو کې د پانګونې او د طبیعي سرچینو په برخه کې د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره خپله لېوالتیا ښودلې وه.
د خبر پای.
Your Comment