عراقچي: زموږ سیمه تفاهم، پیوستون او دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري/ صهیونیستي وجود په سیمه کې د سولې تهدید دی

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: بې له شکه د تاریخ په اوږدو کې د ایران او عربي نړۍ ښو اړیکو او د ستر اسلامي تمدن په چوکاټ کې، اسلامي تمدن او ټولې نړۍ ته ارزښتناکې لاسته راوړنې درلودلې دي، او له همدې امله زموږ سیمه تفاهم، پیوستون او دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې د شنبې په ورځ، د غويي په ۲۰مه په دوحه کې د ایران او عربي هېوادونو د خبرو اترو څلورم کنفرانس تر عنوان لاندې پیاوړې اړیکې او ګډې ګټې خبرې کولې، وویل: دا غونډه په ګډه د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا او الجزیرې د څېړنیز مرکز له خوا ترسره کېږي.

عراقچي وویل: ډېر خوښ یم چې نن د ایران او عربو د خبرو اترو په څلورمه ناسته کې د "پیاوړو اړیکو او ګډو ګټو" تر عنوان لاندې، د سیمې له مفکرینو او پوهانو سره د ایران او عربي نړۍ ترمنځ د تعامل او تفاهم د ښه والي لپاره د خبرو اترو او نظري تبادلې فرصت برابر شوی دی. په تهران کې د بهرنیو اړیکو له ستراتیژیکې شورا او په قطر کې له الجزیرې څېړنیز مرکز څخه د دې ناستې د جوړولو له امله مننه کوم او د شهید وزیر حسین امیرعبداللهیان یاد او خاطره ژوندی ساتم چې تېر کال په تهران کې د دې همایش ویناوال و.

هغه زیاته کړه: بې له شکه د تاریخ په اوږدو کې د ایران او عربي نړۍ ښو اړیکو او د ستر اسلامي تمدن په چوکاټ کې، اسلامي تمدن او ټولې نړۍ ته ارزښتناکې لاسته راوړنې درلودلې دي چې اوس د ګډ اسلامي میراث په توګه ګڼل کېږي او زموږ د افتخار ځای دی. زموږ سیمه چې له پخوا زمانو راهیسې د پخوانیو تمدنونو، لوړو افکارو او بډایه کلتورونو زانګو وه، نن تر بل هر وخت زیات تفاهم، پیوستون او دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري. د ایران اسلامي جمهوریت که په کور دننه، که په سیمه ییزه او که په نړیواله کچه، د خبرو اترو پر اصل بشپړ باور لري.

عراقچي څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د اصولي سیاست پر بنسټ، موږ پر سیمه ییزې همغږۍ ټینګار کوو. په تېر یوه کال کې موږ په لوېدیځه اسیا سیمه کې ډېر بدلونونه ولیدل، دغو بدلونونو له ټولو ترخو سره سره، د سیمې هېوادونو د لیدلورو نږدې کېدو او له بدلونونو او ګواښونو سره د مقابلې لپاره ګډ تفاهم ته لاره هواره کړې ده. نن ویلای شو چې موږ سیمه ییزو خبرو اترو او همکاریو یوه لوړ پړاو ته داخل شوي یو. موږ وتوانیدو چې تېر کال د فارس خلیج همکارۍ شورا او د ایران اسلامي جمهوریت د هېوادونو لومړنۍ ګډه ناسته که څه هم غیر رسمي وه، له څلورو لسیزو وروسته ترسره کړو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: موږ درک کړې ده چې زموږ ګډ ټکي ډېر او تر اختلافي نقطو خورا زیات دي چې البته د هغو لویه برخه له بهر څخه جوړ شوي او تحمیل شوي دي. له دې سره سره، نن د اسلامي نړۍ د هدفونو د تحقق په اړه خبرې نشو کولای او په ورته وخت کې پر فلسطیني ملت روان ظلم ته سترګې پټې کړو. صهیونیستي وجود په سیمه کې د سولې د ګواښ تر ټولو مهمه سرچینه ده او امریکا له هغه څخه په ملاتړ سره ځان د دې رژیم د جنایتونو شریک او ملګری ګرځولی دی.

صهیونیستي رژیم د ناامنۍ، ګواښ او جګړې سرچینه ده

عراقچي زیاته کړه: د دوو دولتونو فکر چې د څو لسیزو لپاره یې د فلسطیني ملت حقوق له منځه یوړل، اوس په رسمي توګه د صهیونیستي رژیم له خوا منتفي اعلان شوی او په اساس کې دا رژیم اوس له هیڅ ملاحظې پرته د نسل وژنې او اجباري کډوالۍ له تر ټولو ناوړه لارو څخه د فلسطیني ملت د استعماري له منځه وړلو په لټه کې دی. صهیونیستي رژیم په سیمه کې د یو شرور او جنایتکار وجود په توګه په تېرو اتو لسیزو کې تل د چاپېریال سیمې لپاره د ناامنۍ، ګواښ او جګړې سرچینه پاتې شوی دی.

هغه څرګنده کړه: دې رژیم د اشغال شوي فلسطین پر ټولو ګاونډیانو تېری کړی او همدا اوس هم په غزه کې د نسل وژنې تر څنګ پر سوریه او لبنان پرله پسې تېري او ترهګریز بریدونه کوي او په کراتو یې پر یمن برید کړی دی.

باید د قدرت د توازن سیاست پر ځای د مشارکت اصل راوړو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې د صهیونیستي رژیم هدف له دغو تېریو څخه په اسلامي هېوادونو کې ویجاړي، کمزوري کول او وژنه او د سیمې د هېوادونو د خاورې لا زیات اشغال دی، څرګنده کړه: له دې شرارتونو سره مقابله د سیمې د ټولو دولتونو قانوني او اخلاقي دنده ده. دا گفتماني بدلون باید داسې وي چې د قدرت د توازن سیاست پر ځای د مشارکت اصل راولي. همدارنګه، یاد شوی گفتماني بدلون، په فرهنګي تبادلاتو، ګرځندوی او سوداګرۍ په څېر برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

عراقچي وویل: وده او پرمختګ د یوې پیاوړې سیمې په رول کې دی نه د یوه پیاوړي هېواد. دا ناسته د تقابل پر ځای د تفاهم په لور یو ګام دی او باید پراخه شي. بل ګام د دې خبرو اترو د دوام لپاره د یوې بنسټیزې میکانیزم طرحه کول، د نخبګانو ترمنځ د اړیکو لارو چارو رامنځته کول او پیاوړي کول او د سیمې په اړه د حل لارو موندلو لپاره د ګډو پروژو تعریفول دي.

ایران اټومي وسلو پسې نه ګرځي

سید عباس عراقچي د خپلې وینا پای د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمو خبرو ته ځانګړې کړه، چې څلورم پړاو یې د یکشنبې په ورځ، د غويي ۲۱مه ترسره کېږي. هغه وویل: د ایران اسلامي جمهوریت اټومي وسلو ته رسېدل او کارول حرام بولي او تل د اټومي وسلو د نه خپرولو د نړیوال نظام یو ژمن غړی پاتې شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ایران په ورته وخت کې له اټومي انرژۍ څخه په سوله ییزه توګه د بډایه کولو په ګډون د خپل حق ټینګار کوي.

 موږ د اټومي وسلو په لټه کې نه یو او په اصل کې د ډله ییزې وژنې وسلې د ایران په امنیتي نظریه کې هیڅ ځای نه لري، له همدې امله موږ په لوېدیځه اسیا سیمه کې د اټومي وسلو څخه پاکې سیمې د رامنځته کولو له نوښتګرو څخه وو.

د خبر پایله.

Your Comment

You are replying to: .