په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن پنجشنبه د غویی ۱۸مه په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت له سرپرست عليرضا بېکدلي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او ایران ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي د لارو د څېړلو په موخه وکتل.
دواړو لورو په دې لیدنه کې افغانستان ته د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر د سفر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون د اوومې غونډې او د ترجیحي سوداګرۍ د تفاهم لیک، د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، د ګډې خونې د فعالیت او رول د زیاتوالي، د ګډې پانګونې د کمېټې د جوړولو، د ابو حنیفه په نندارتون کې د ایراني شرکتونو د علاقې، د ګډ نندارتون او په ایران کې د افغانستان د صنعتي شرکتونو لپاره د صنعتي سفرونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لورو همدارنګه د منځګړیتوب د خونې د جوړولو، د صنعتي او سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي، د ګډو صنعتي شرکتونو د جوړولو، په سرحدي سیمو کې د ګډ صنعتي ازاد زون د جوړولو، د چابهار بندر په اړه د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې د جوړولو، د فراه – میل ۷۸ سړک د کار د پیل، د خواف – هرات په اوسپني پټلۍ کې د پانګونې او د ماهيرود له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه بحث وکړ.
د خبر پایله.
Your Comment