د ایرنا خبري اژانس د کابل د خبریال د راپور له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د جنوبي خراسان ولایت والي سیدمحمدرضا هاشمي نن شنبه د غبرګولي په ۱۰مه وویل چې نن یې د فراه ولایت د والي مولوي غوثالدین او د هغه په مشرۍ له لوړ پوړو افغان مدیرانو او سوداګرو څخه جوړ پلاوي کوربه دی.
هغه زیاته کړه: د دې سفر موخه د دواړو ولایتونو ترمنځ د کلتوري اړیکو او سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا په اړه بحث او خبرې اترې دي.
د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي د دې دوه ورځني سفر لپاره د ټاکل شوو پلانونو په اړه وویل: د ماهیرود سرحدي بازار، د کرنیزو محصولاتو د پروسس واحد، د چرګانو د روزنې واحد او نورو موضوعاتو څخه لیدنه د دې سفر په پلانونو کې شامل دي.
هاشمي څرګنده کړه: د سوداګرو، تولیدوونکو او پانګوالو سره تخصصي ناستې هم د ولایت د ظرفیتونو د لا معرفي کولو لپاره په دې سفر کې په پام کې نیول شوې دي.
د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي افغانستان ته د خپل وري میاشتې سفر ته په اشارې سره وویل: په هغه سفر کې مو د فراه او هرات والیانو سره لیدنې او خبرې اترې درلودې او دا سفر د هغو لومړنیو خبرو اترو او جنوبي خراسان ته د فراه والي د راتګ او د سوداګریزو راکړو ورکړو او کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره د چمتووالي اعلان پایله ده. هاشمي افغانستان د جنوبي خراسان د محصولاتو لپاره یو بې ساری بازار وباله او ویې ویل: افغانستان کولای شي د جنوبي خراسان لپاره نورو هېوادونو بازار ته د لاسرسي دروازه وي.
هغه ټینګار وکړ چې په ولایت کې د افغان سوداګرو لپاره د پانګونې بې ساري فرصتونه شتون لري او زیاته یې کړه هیله من یو چې د فراه والي سفر به په ایران کې د افغان سوداګرو د پانګونو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
د خبر پای.
Your Comment