د ایرنا خبري آژانس خبریال په کابل کې راپور ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت چارواکو نن سه شنبه د غبرګولي په ۶ مه د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي خبرې د افغانستان سره د تعامل په اړه د دې ادارې په ایکس پاڼه کې خپرې کړې.
بقایي وویل: موږ له افغانستان سره په ځینو سرحدي مسایلو کې ننګونې لرو، خو له افغانستان سره تعامل به د ګډو ګټو د تامین لپاره دوام وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: ایران به له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او په تهران کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي وروستی سفر ګټور وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي، کلتوري او سرحدي مشترکاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې له افغانستان سره اړیکه د یو ګاونډي هېواد په توګه د ایران لپاره ډېر اهمیت لري.
بقایي څرګنده کړه: د مسایلو د څېړلو او د ګډو ګټو د تامین لپاره د دواړو لورو د چارواکو تګ راتګ اړین دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: ایران او طالبان په ځینو سرحدي مسایلو کې له ننګونو او اختلافاتو سره مخ دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي تېره اوونۍ د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړ او د ایران له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره یې وکتل.
د خبر پایله.
Your Comment