د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د تېلو او ګازو وزیر محسن پاکنژاد نن سه شنبه د غويي په ۳۰مه نېټه په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست هدایتالله بدري سره وکتل.
پاکنژاد دې ته په اشارې سره چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر ورورګلوۍ او د متقابلو ګټو پر خوندیتوب ولاړې دي، وویل: د ایران د څوارلسم حکومت سیاست له ګاونډیانو سره په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو په برخه کې د اقتصادي اړیکو پراختیا او ژوروالی دی.
هغه د تېلو او ګازو د کشف، پراختیا او تولید په برخه کې د ایران د دولتي او خصوصي شرکتونو لوی ظرفیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: ایران اوسمهال د افغانستان اړتیا ته په پام سره د تېلو، ګازو، تصفیې او پټرولیم په برخو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی، له بده مرغه اوس مهال په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو کچه د شته ظرفیتونو په اندازه نه دي.
د ایران د تېلو او ګازو وزیر افغانستان ته د پټرولیمي محصولاتو صادراتو، د بشري ځواک روزنې، د ګازو صادراتو او د سياینجي صنعت پراختیا په برخه کې د ایران پر لوړ ظرفیت ټینګار وکړ.
افغانستان د ایرانی دانشبنیان شرکتونو وړتیا ته اړتیا لري
د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایتالله بدري هم په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو فرهنګي او تاریخي مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: دواړه هېوادونه د اوږدې پولې او جغرافیایي موقعیت په پام کې نیولو سره کولی شي له یو بل او نورو هېوادونو سره سیمه ایز اتصال او سوداګریزو راکړو ورکړو ته د پام وړ مرسته وکړي.
بدري په افغانستان کې د تېلو او ګازو د پنځو رسوبي او اکتشافي حوزو شتون او په دغو حوزو کې اکتشافي عملیاتو ته د دغه هېواد اړتیا ته په اشارې سره وویل: د ایراني دانشبنیان شرکتونو زموږ د بالقوه او نوي کشف شوي تیلو او ګازو ساحو د سپړلو، پراختیا او تولید لپاره اړین تجربه او مهارتونه لري.
د خبر پایله.
Your Comment