په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي نن پنجشنبه د غویی میاشتې په ۱۸مه نېټه په کابل کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان د بشري چارو له لوړپوړي مسئول عبدالرحمن شریف سره وکتل.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان د بشري چارو لوړپوړي مسئول په دې کتنه کې د راستنېدونکو لپاره د روغتیایي خدمتونو په اړه معلومات شریک کړل او په مرکز کې یې راستنېدونکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د دغه سازمان د چمتووالي ډاډ ورکړ.
مولوي نور جلال جلالي د دغه سازمان له خوا د ترسره شویو فعالیتونو هرکلی وکړ او د مرستو د ښې مدیریت او د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو یې ټینګار وکړ او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه وویل: موږ هڅه کوو چې د هېواد روغتیایي سکتور ورو ورو پر ځان بسیاینې ته سوق کړو، ترڅو په راتلونکي کې د یو باثباته او پیاوړي روغتیایي نظام په لرلو سره وکولای شو د هېواد ټولو ښاریانو ته باکیفیته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړو.
د خبر پایله.
Your Comment