په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد نن د دوشنبې په ورځ د غويي ۲۹ مه، د دغه وزارت د سرپرست مولوي اميرخان متقي د تهران فورم په غونډه کې خبرې خپرې کړې.
متقي په دې غونډه کې وویل: افغانستان له نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته، اوس په سیمه ییز اتصال کې د فعال او رغنده رول لوبولو او له ننګونو څخه د فرصتونو په جوړولو کې چمتو دی.
هغه زیاته کړه: نن ورځ نړۍ له پراخو کړکیچونو سره مخ ده او هغه نړیوال نظم چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی و، له لویو ننګونو سره مخ دی، لکه د قدرت څو قطبي کېدل، د نړیوالو بنسټونو کمزوري کېدل او د غیر دولتي لوبغاړو رول زیاتېدل.
مولوي متقي د نړیوال نظم د اصلاح په محور کې د آسیا براعظم اهمیت ته په اشارې سره وویل: افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د اتصال، همغږۍ او د توکو او انرژۍ د ترانزیت څلور لارې ده او دغه هېواد له نیمې پېړۍ بې نظمۍ په ځانګړې توګه د ۲۰ کلن بهرني اشغال وروسته، اوس د خپل سیاسي ژوند نوې مرحلې ته داخل شوی دی.
اسلامي امارت متوازن بهرنی سیاست تعقیبوي
متقي په دې بیان سره چې اسلامي امارت متوازن او اقتصاد محور بهرنی سیاست تعقیبوي وویل: دغه هېواد د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د سیمې او له سیمې بهر هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ په لټه کې دی. هغه هیله څرګنده کړه چې افغانستان د هېوادونو د تفاهم او همکارۍ په ځای بدل شي.
د متقي په وینا په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان توانېدلی چې د دې چوکاټ په ترڅ کې له ګاونډیو، سیمه ییزو او له سیمې بهر هېوادونو سره اغېزمنې او متوازنې اړیکې ټینګې کړي او اوس د هېواد اقتصاد د خپل ځان په پښو د درېدو په لور روان دی.
افغانستان د ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو ټینګولو په لټه کې دی
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: افغانستان د متوازن بهرني سیاست په غوره کولو سره د ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو ټینګولو په لټه کې دی، نه د یو ځانګړي ځواک د خوښۍ یا دښمنۍ په لور.
هغه څرګنده کړه: هغه پخواني متوازن سیاستونه چې پر یوه ځانګړي هېواد د تکیې پر بنسټ جوړ شوي وو، نه د افغانستان او نه هم د هغه هېواد لپاره ګټور وو، خو اوس په تېرو څلورو کلونو کې له ګاونډیو، سیمه ییزو او له سیمې بهر هېوادونو سره د همکارۍ د پراختیا شاهدان یو.
له ایران او پاکستان سره ځانګړې اړیکې لرو
هغه له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکو ته په اشارې سره وویل: موږ له ایران او پاکستان سره ځانګړې اړیکې لرو؛ میلیونونه افغان مهاجرین کلونه په دغو هېوادونو کې اوسېدلي او د دوی میلمه پالنه نه شو هېرولی. طبیعي ده چې په اقتصادي برخه او ځینو نورو مسایلو کې دا مشترکات لومړیتوبونو ته لاره هواروي.
هغه زیاته کړه: د دواړو هېوادونو په اړیکو کې هم ننګونې شته او هم فرصتونه. موږ کولای شو ډېرې دغه ننګونې په فرصتونو بدلې کړو. د بېلګې په توګه دواړه هېوادونه د نشه يي توکو له ستونزې سره مخ دي. کله چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت صفر ته رسېدلی، نو د قاچاق پر وړاندې هم باید دوه اړخیزه همکاري رامنځته شي.
د خبر پایله.
Your Comment