د مهاجرین چارو وزارت د افغان مهاجرینو پر کورونو د پاکستان پولیسو برید په کلکه وغندله

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د افغان مهاجرینو پر کورونو د پاکستاني پولیسو برید د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی او په کلکه یې غندي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن یکشنبه د سلواغه ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سلواغې په ۲۷ مه نېټه په کويټه او کچلاک سیمو کي د شپې ناوخته پاکستاني پولیسو د یو شمېر افغان مهاجرینو کورنۍ له خپلو مینو څخه په زور ایستلې او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.

خبرځاى زياته کړه: په یادو کسانو کې ٥٦ ماشومان او ۳۰ ښځي شاملې دي چې د بولدک له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي: دا په داسې حال کې چی پاکستانی حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان کډوالو پر وړاندې کړنې په تېرو دوو كلونو كې بار بار تکرار کړی او لا هم دوام لري.

همداراز دغه اعلاميه تینګار وکړ: د افغانستان د اسلامي امارت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت ورته کړنې غندي او له نړيوالو بنسټونو غواړي چې په هغه هیواد کې دې له افغان مهاجرینو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، څو په با عزته توگه خپل هېواد ته را ستانه شي.

 د ایرنا د راپور له مخې، له څه باندې یوه کال راهیسې پاکستان د کابل د فشارونو له امله په دغه هیواد کې میشت افغان کډوال ځورولي او د جبري ایستلو بهیر یې پیل کړی دی.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .