په اسلام کې د افغانستان سفارت د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د یو اړخیزې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه

کابل- ایرنا- په اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفارت له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د یو اړخیزې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت مسوولینو په یوه بیان کې ویلي چې په دې وروستیو کې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې افغان اتباع د پولیسو له لوري نیول کیږي، پلټل کیږي، او ورته ویل کیږي چې له دغو ښارونو څخه دې ووځي او د پاکستان نورو برخو ته دې نقل شي.

دغه سفارت وویل: د افغانانو د نیولو دغه پروسه چې په نا اعلان شوي شکل پیل شوې، او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته هم په دې اړه کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکول شوې.

 خبرپاڼه زیاتوي: په دې هکله دغه سفارت د پاکستان اړونده اداراتو او چارواکو سره متعددې غونډې وکړي ترڅو د موضوع په اړه وضاحت وشي؛ که چرته انفرادي عمل وي چې مخه یې ونیول شي او که پالیسي وي باید عامه او ټولو ته ورسول شي.

 دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو (UNHCR) سره په ناستو کې څرګنده شوه چې هغوی هم د روان وضعیت په اړه ناخبره پاتې ول.

 په پای کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ومنله چې د اسلام آباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی.

 د پاکستاني چارواکو په وینا دا د پاکستان د حکومت رسمي فیصله ده چې له دې وروسته به په اسلام آباد او پنډۍ کې یوازې هغه افغانان کولای شي و اوسي، څوک چې قانوني ویزه ولري.

 پاکستاني چارواکو وویل چې حکومت یې پریکړه کړې چې د ACC او PoR لرونکي کډوالو په ګډون، ټول افغان مهاجرین سمدلاسه له اسلام آباد او پنډی څخه وباسي؛ او په نږدې راتلونکي کې به له ټول پاکستان څخه اخراج شي.

 په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مسئولینو له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په ناستو کې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو اخراج او په دې هکله د پاکستان د یو اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې.

 په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مسئولینو له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په ناستو کې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو اخراج او په دې هکله د پاکستان د یو اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره اونۍ په یوه بیانیه کې د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د پولیسو له تاوتریخوالی ډک چلند غندلی دی.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .