په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) یکشنبه د لیندۍ ۲۵ مه په یوه خبر کې اعلان وکړ چې د روان کال په نومبر میاشت کې په پاکستان کې ۱۲۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړه: په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان مهاجرینو د نیولو شمیر ډیر زیات دی او ټولټال ۸۵۰۰ افغان کډوال په هغه هیواد کې نیول شوي دي.
د ایرنا په وینا، تر دې مخکې هم د پاکستان په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو د نیولو او زنداني کولو راپورونه ورکړل شوي وو. تېر کال هم پاکستان د څه باندې یو نیم میلیون افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه.
د پیغام پای/
Your Comment