د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو او ښه مدیریت په موخه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د همغږۍ ناسته ترسره کړه

کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر وویل: «د راستنیدونکو کډوالو ښه مدیریت، د هغوی ستونزو ته رسیدګي او په ټولنه کې د هغوی اغیزمن ادغام زموږ له لومړیتوبونو څخه دي.»

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر، سې شنبه (د وری ۱۹مه)، هیواد ته د راستنیدونکو افغان کډوالو د اسانتیا او ښه مدیریت لپاره د همغږۍ په غونډه کې وویل: د راستنېدونکو کډوالو ښه مدیریت، د هغوی ستونزو ته رسېدنه او له ټولنې سره یې اغېزمن ادغام زموږ له لومړیتوبونو څخه دي، چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: هڅه کوو چې د ټولو اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو په همکارۍ د دغو ستونزو د حل لپاره عملي، ګډ او همغږي ګامونه واخلو.

په دې غونډه کې په ځانګړي ډول د تورخم، سپین بولدک او نورو سرحدي سیمو وضعیت ته پاملرنه وشوه. ګډونوالو د هغو کډوالو لپاره چې هېواد ته راستانه کېږي، د لنډمهاله استوګنې ځایونو، بیړنیو روغتیايي خدماتو، د کډوالو د ثبت او تثبیت، او نورو ابتدايي او اساسي خدمتونو د برابرولو پر څرنګوالي مفصل بحثونه وکړل.

همداراز، د ناستې په پای کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اداري معین په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، په تورخم کې  د کډوالو پنډغالی څخه لیدنه وکړي او د شته اسانتیاوو او اړتیاوو په اړه به خپل راپور له وزارت سره شریک کړي.

د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت کابینې پرون له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستل یو غیر انساني او غیر اسلامي عمل وباله.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .