په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره فعالیتونه ودرول شي

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) وویل په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو د ملاتړ پروګرام په نورو ۳۰ ورځو کې وځنډول شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) چارواکو نن چهارشنبه د کب په ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ د بودیجې د کموالي له امله په افغانستان کې د دغې موسسې او د هغې د شریکانو له خوا ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یوازې د دغې موسسې ۱۴ روغتیايي مرکزونه د یوې بلې میاشتې لپاره د فعالیت لپاره بودیجه لري چې له نوي مالي ملاتړ پرته به وتړل شي.

خبرځای زیاته کړې: دغو ۳۲ روغتیايي مرکزونو یوازې د روان کال په جنورۍ میاشت کې له ۱۳۴ زره زیاتو خوارځواکیو ماشومانو سره مرسته کړې ده.

 په افغانستان کې د هغې ډیری تمویل شوي کلینیکونه چې د زرګونو خوارځواکۍ ماشومانو درملنه کوي، په راتلونکو اونیو کې به وتړل شي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټولنې د اوسني وضعیت له امله د اړتیا وړ خدمتونو ته د دې ادارې کارکوونکي، ډاکټران او نرسان له څلورو تر پنځو میاشتو پورې له معاش پرته کار کوي، ځکه چې د دغو ماشومانو کورنۍ نه شي کولای چې دولتي یا خصوصي کلینیک ته د دوی د لېږد لګښت ورکړي او نه هم نږدې کلینیک ته د لېږد لګښت نه شي ورکولای.

 د ماشومانو د ژغورنې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ۱۳۱ میلیونه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د خوړو له سخت بحران سره مخ دي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو څخه زیات ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .