AP ۱۴۰۳ کب ۲۵ ۱۶:۵۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85779121
T T
۰ Persons

Tags

ټرمپ امریکا ته د افغانانو پر راتګ بندیز ولګاوه

کابل- ایرنا- امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ امریکا ته د افغانانو پر راتګ بندیز لګوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، امریکايي رسنیو نن د کب په ۲۵مه خبر ورکړ چې د ډونلډ ټرمپ اداره د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو پر وګړو د پراخو سفري بندیزونو لګولو په اړه غور کوي.

د دغو رسنیو له مخې، که دا پلان عملي شي، د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو اتباع به امریکا ته د تګ اجازه ور نه کړي.

 رویټرز ولیکل: دا پرېکړه لا نهايي شوې نه ده، خو د هغو یادښتونو پر بنسټ چې لیدل شوي، دا بندیزونه د ۴۱ هېوادونو پر اتباعو لګول شوي دي.

 د دغو راپورونو له مخې، د امریکا د ډیپلوماتیکو او امنیتي چارواکو له خوا یو چمتو شوی وړاندیز لیست هېوادونه په دریو برخو ویشل کړي دي.

 په سور لیست کې هغه ۱۱ هیوادونه شامل دي چې اتباع به یې په بشپړه توګه امریکا ته له ننوتلو منع وي.

 په دغو هېوادونو کې افغانستان، ایران، بوتان، کیوبا، لیبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوډان، سوریه، وینزویلا او یمن شامل دي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .