په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ له خوا نن د کب په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سرپرست حکومت د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرينو د ستونزو د حل لپاره د مهاجرینو د عالي کميسيون غونډه جوړه شوه.
د یاد کمېسیون او کمېټو د کړنو، لاسته راوړنو او فعالیتونو د بیانولو ترڅنګ د مهاجرینو ستونزو ته د ښې رسېدنې پر لارو چارو خبرې او پر دې ټینګار وشو، چې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ټولې کمېټې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي، ترڅو خدمات چټک شي، په ځانګړي ډول افغان مهاجرو تجارانو ته په کور دننه اسانتیاوې برابرې او د پانګونې فرصوتونه ورته رامنځته شي.
خبرځاى زياته کړه: همداراز پر ګاونډیو هیوادونو غږ وشو، چې د افغان مهاجرینو له بېړني او جبري اېستلو څخه ډډه وکړي، او د مهاجرینو لپاره د کړو خدمتونو پای په حسن اختتام سره وکړي او د دواړو هیوادونو په همغږي د یوه ګډ مبکانېزم له مخې افغان مهاجرین هیواد ته را ولېږدول شي.
دغه کمېسیون له او آی سي، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو او ادارو څخه وغوښتل، چې د افغان مهاجرینو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو د ګاونډيو هيوادونو د چارواکو د عاجلانه او ناعادلانه پرېکړو له امله د افغان مهاجرينو حقوق پایمال نشي او له هغوی سره ظلم زیاتي ونشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد نړيوال بنسټونه بايد له کوربه هیوادونو سره د لېږد په سالمې پروسې کار وکړي، ترڅو هیواد ته د مهاجرينو راستنېده د ځانګړي مېکانېزم له مخې ترسره شي.
د غونډې په پای کې په ډاګه شوه، چې د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې جدي اقدامات کړي او په راتلونکې کې به هم هغه امکانات چې په واک کې لري د دوی په خدمت کې مصرف او بشپړه هڅه به وکړي، چې ټول افغانان په خپل کور کې هوسا ژوند ولري.
د ایرنا د خبر له مخې، د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمیشنرۍ مرستیال هم تیره ورځ د مهاجرت او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر ته وویل چې د مهاجرینو د جبري اخراج د مخنیوي لپاره له ایراني او پاکستاني هیوادونو سره خبرې اترې کوي.
د پیغام پای/
Your Comment