په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبه د کب ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست علیرضا بیګدلي او په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په جلا جلا توګه وکتل.
مولوي عبدالکبير وويل: ایران او پاکستان د افغانستان دوست او مسلمان ګاونډي هېوادونه دي، چې له همدې امله ګڼ مشترکات لري او زیاته یې کړه چې له کلونو یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله لري چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست وویل: په دې وروستیو کې په پاکستان اوایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی، موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.
هغه وویل: اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نه لري، بلکې د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.
مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه چې اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي، خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی، چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي، ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.
نوموړي له کوربه هېوادونو وغوښتل، چې د ګډو میکانیزمونو په اساس دې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي چې په دې برخه کې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي.
مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جزیي ستونز لپاره دې د خبرو لاره غوره شي، د تورخم بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حل لاره نه ده، په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي، د تورخم دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي نو په دې اړه دې جدي اقدام وشي څو دواړو لورو ته ډېر زیان ونه رسېږي.
د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیګدالی وویل:د ایران اسلامي جمهوریت له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي، خو د ناقانونه کډوالو ستونزې ته باید دایمي حللارې پیدا شي.
بیګدلي زیاته کړه: د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي. موږ غواړو چې په ایران کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د اړتیا وړ قانوني اسناد ورکړل شي.
همداراز بیګدلي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.
د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.
هغه زياته کړه: د پاکستان راتلونکې له افغانستان سره تړلې ده، نو بايد افغان کډوال د سياسي وسيلې په توګه ونه کارول شي، بلکې موږ غواړو چې ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې حل کړو.
د پیغام پای/
Your Comment