په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان کډوال د مرغومی په ١٦مه وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له قانوني اسنادو پرته د مېشتو افغان کډوالو د شړلو او نيولو لړۍ تېزه کړې ده.
د مهاجرینو په وینا، د اسلام اباد په (١١-I)، (B-۱۷) او بهارکو سیمو کې یو زیات شمیر مهاجر نیول شوي دي. له بلې خوا په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ایرنا په وینا، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د نیولو لړۍ د کابل او اسلام اباد تر منځ له وروستیو ترینګلتیا زیاته شوې ده. تېر ژمي کې پاکستان تر یو نیم میلیون ډېر بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده وایستل.
د پیغام پای/
Your Comment