-
شیخ نعیم قاسم: د سید حسن نصرالله لاره به جاري ساتو که څه هم ټول ووژل شو/نصرالله ملت ته د مقاومت ډالۍ ورکړ
کابل- ایرنا- د حزب الله عمومی منشی د بیروت په مرکز کې د دغه حزب د مرحوم عمومی منشی سید حسن نصرالله او سید هاشم صفی الدین د شهیدانو د تشییع په مراسمو کې وویل: مونږ به په هغه تړون پابند یو او د شهید سید حسن نصرالله لاره ته به دوام ورکوو که څه هم مونږ ټول ووژل شو.
-
ملا برادر: د افغانستان پرمختګ او ثبات د خلکو په همکارۍ پورې اړه لري
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په تاشکند کې د افغانستان له سفارت سره د کتنې پر مهال وویل: افغانستان هغه وخت پرمختګ او ثبات ترلاسه کولای شي چې حکومت د ملت خدمت وکړي او خلک په ټولو چارو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
-
د افغانستان او ازبکستان د مرکزي بانک رئیسانو د بانکي لیږد په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې
کابل- ایرنا- د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست او د ازبکستان د مرکزي بانک سرپرست د بانکي لیږد په سکتور کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
-
د افغانستان او ازبکستان د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست او د ازبکستان د کرنې وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
-
د سید حسن نصرالله د جنازې د تشییع په مناسبت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړې یادونه:
د نصرالله لپاره فلسطین شعار نه، بلکې عقیده وه/ مقاومت یو تاریخي جریان دی
کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزیر په لبنان کې د حزب الله د شهید شوي مشر د تشییع په مراسمو کې د ګډون لپاره بیروت ته د سفر پرمهال ایرنا ته په یوه ځانګړې یادداښت کې لیکلي: نن سبا د مقاومت دښمنان فکر کوي چې د سید حسن نصرالله په وژل کېدو سره یې لاره بنده شوې ده، مګر د تل په څیر، دوی د حقایقو په پوهیدو کې غلطه محاسبه کوي.
-
ازبکستان ته د لوړ پوړي دولتي پلاوي د سفر پای؛
کابل او تاشکند د راتلونکي کال د وارداتي برېښنا د زیاتوالي او د هغې د تعرفې د کمولو موافقه وکړه
کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ازبکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې دغه سفر بریالی وباله او د راتلونکي کال د برېښنا د وارداتو د زیاتوالي او د برېښنا د تعرفو د کمولو په اړه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقې خبر اعلان وکړ.
-
پزشکیان:
حزب الله لا هم ژوندی دی او خپلې وياړلې لارې ته لا هم په پياوړي توګه دوام ورکوي/ که څه هم د نصرالله شهادت يوه ستره غميزه ده، خو د مقاومت په لاره کې به خنډ رامنځته نه کړي
کابل- ایرنا- د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې حزب الله لا هم مبارزه کوي او خپلې سپېڅلې لارې ته لا هم په پیاوړي او ځواکمنه توګه دوام ورکوي، وویل: تر هغه چې ظلم او تېری موجود وي، د شهید نصرالله په څېر ستر شخصیتونه به پر وړاندې ودرېږي او اجازه به ورنکړي چې د ظالمو کړیو ناوړه اهداف تحقق ومومي.
-
د کندهار تر ۶۲ زره ټنه ډېره وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوه
کابل- ایرنا- د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د دغه ولایت څه باندې ۶۲ زره ټنه وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.
-
پزشکیان:
حزبالله همچنان زنده است و قویتر مسیر پرافتخار خود را ادامه میدهد/فقدان نصرالله گر چه فاجعه بزرگی است، اما خللی در مسیر مقاومت ایجاد نخواهد کرد
کابل- ایرنا- رئیسجمهور ایران با بیان اینکه حزب الله همچنان زده است و قویتر و مستحکمتر مسیر پرافتحار خود را ادامه میدهد، گفت: تا ظلم و تجاوزگری هست، بزرگ مردانی همچون شهید نصرالله خواهند بود که در مقابل آن ایستادگی کنند و اجازه نخواهند داد اهداف شوم زیادهخواهان تحقق یابد.