په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند چې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی و، له دوه ورځني سفر وروسته یکشنبه د سلواغه ۵ مه کابل ته راستون شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، چې د خپل سفر پرمهال یې د ازبکستان له لومړيوزير، د لومړي وزیر له مرستیال او د یوشمېر ادارو له مسوولینو سره وکتل.
هغه زیاته کړه: په دې لیدنو کتنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي.
ملا برادر څرګنده کړه: د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه چې پخوا یې قرارداد په ۲۵۲میلیون ډالرو شوی و، له بحثونو وروسته ازبیکستان دا قرارداد ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټ کړ.
همداراز یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې وویل چې ډېر ژر به د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونه افغانستان ته راشي او له حیرتان څخه به تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ د غځولو لومړني مطالعات پیل او له مطالعاتو وروسته به د ریل پټلۍ عملي چارې پیل کړي، چې د مطالعاتو لګښت یې ازبکستان ورکوي.
ملا برادر وويل: ازبکستان به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې شته محدودیتونه لرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له ازبیکستان څخه د واردېدونکې برېښنا په اړه وویل: دوی له ازبیکستان سره موافقې ته رسېدلي چې په راتلونکي کال کې به ددغې برېښنا کچه زیاته او تعرفه به یې کمه شي.
د پیغام پای/
Your Comment