په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نن د سلواغه په پنځمه د دغه ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولينو په حواله خبر ورکړ، چې سږ کال له کندهار څخه څه باندې ٦٢ زره ټنه وچه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عبدالباقي بینا وویل: په عمده صادر شویو توکو کې انځر، شکر پاره او ممیز شامل دي، چې له دغه ولایت څخه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال د معلوماتو له مخې، د دغه صادراتو ارزښت له ۲۴۴ میلیونو ډالرو ډېر و.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان هر کال له ٢٠٠ زره ټنو څخه زیاته وچه مېوه تولیدوي او افغانان د وچې مېوې د تولید د د افزوده ارزښت په پام کې نیولو سره په دغه هېواد کې د دغه صنعت د پراختیا په لټه کې دي.
د پیغام پای/
Your Comment