په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو یکشنبه د کب په ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په تاشکند کې د ازبکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره وکتل.
په دې ناسته کې، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبولګولو سیستم پراخولو او د ازبکستان د خصوصي سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا بحث او نظرونه تبادله کړل.
د ازبکستان د کرنې مسوولینو په دې لیدنه کې د اوبو مدیریت په برخه کې د خپلو متخصصینو پر لوړو ظرفیتونو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې دوی کولی شي د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو او د افغانستان د اوبو سرچینو د ښه تنظیم په برخه کې همکاري وکړي.
عطاءالله عمري د دغو همکاریو تود هرکلی وکړ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په سکتور کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او دوام یې ټینګار وکړ. هغه وړاندیز وکړ چې د دواړو لوریو متخصصین دې د نظریاتو او تجربو د تبادلې لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي.
همدارنګه دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د شوېو ژمنو د عملي کېدو لپاره به کار کوي او د تطبیق بهیر به ارزوي. همداراز، پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د کرنې وزارتونو تخنیکي مرستیالان به د دغو توافقاتو د تطبیق پر څرنګوالي کار وکړي، ترڅو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ کرنیزې او مالدارۍ همکارۍ لا پیاوړې شي.
د پیغام پای/
Your Comment