حزب الله لا هم ژوندی دی او خپلې وياړلې لارې ته لا هم په پياوړي توګه دوام ورکوي/ که څه هم د نصرالله شهادت يوه ستره غميزه ده، خو د مقاومت په لاره کې به خنډ رامنځته نه کړي

کابل- ایرنا- د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې حزب الله لا هم مبارزه کوي او خپلې سپېڅلې لارې ته لا هم په پیاوړي او ځواکمنه توګه دوام ورکوي، وویل: تر ​​هغه چې ظلم او تېری موجود وي، د شهید نصرالله په څېر ستر شخصیتونه به پر وړاندې ودرېږي او اجازه به ورنکړي چې د ظالمو کړیو ناوړه اهداف تحقق ومومي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن د یکشنبې د کابینې په غونډه کې د مقاومت د جبهې د ستر مجاهد شهید سید حسن نصرالله او نورو فداکارو جنګیالیو د یاد په مراسمو کې چې په وروستیو وختونو کې د صهیونیسټي رژیم له خوا په شهادت رسیدلي، وویل: که څه هم د شهید نصرالله شهادت لویه غمیزه ده، خو د مقاومت په لاره کې به کوم خنډ رامنځته نه کړي، دا چې دوی فکر کاوه چې د دغه ستر مجاهد په شهادت سره به د مقاومت کار پای ته ورسېږي، له یوه خام خیالي پرته بل څه نه دي حزب الله لا هم ژوندی دی او دغه وياړمنه لار به قوته ادامه ورکړي.

 هغه څرګنده کړه: بې له شکه تر څو چې ظلم، تېری او جبر موجود وي، د شهید نصرالله په څېر ستر انسانان به پر وړاندې ودرېږي او اجازه به ورنکړي، اجازه به ورنکړي چې د ظالم کړیو ناوړه اهداف تحقق ومومي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .