افغانستان د سلواغه په میاشت کې د ۱۴۴ میلیونو ډالرو څخه زیات صادرات وکړ/ ډیری واردات له ایران څخه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې اعلان وکړ چې د سلواغه په میاشت کې د هېواد صادرات ۱۴۴ میلیونو دالرو ته رسیدلی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو نن دوشنبه د کب په ۲۷مه په یوه راپور کې اعلان وکړ چې دې ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د سلواغې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۷۶٫۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

دغه اداره وویل: دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲٫۲ میلیونو ډالرو ته رسید. د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د سلواغې مياشتې د صادراتو ارزښت د مرغومي مياشتې د صادراتو په پرتله ۱۸ ميليونه ډالره کموالی لري.

 له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۹۷٫۲ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په سلواغه مياشت کې د ۲۱٫۱ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.

همدا راط ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

 په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .