AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۷ ۲۱:۱۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85752034
T T
۰ Persons

Tags

د مرغومي په میاشت کې د افغانستان صادرات د ۱۶۲ میلیونو ډالرو په ارزښت و

کابل- ایرنا- د افغانستان د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره اعلان کړی چې د روان کال د مرغومي په میاشت کې د هېواد صادرات له ۱۶۲ میلیونو ډالرو ډېر شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې چارواکو نن شنبه د سلواغه ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د مرغومي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي چې د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲٫۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۹۷٫۲ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

 په همدې حال کې د روان کال په لیندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت۱۹۰٫۲ میلیونو ډالرو ته رسید. د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو ارزښت د لیندۍ مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸ميليونه ډالره کموالی لري.

 له بلې خوا د روان کال د لیندۍ په میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۴۱٫۵ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په مرغومي مياشت کې د ۵۵٫۷ میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

همدا راز ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

 خبرځاى زياته کړه: په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .