په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده جواد عبدالسلام یکشنبه د مرغومی په ۱۶مه وویل: افغانستان به په ۲۰۲۴ کال کې د یو میلیارد او ۸۰۳ میلیونو ډالرو صادرات وکړي.
هغه د دې په بیانولو سره چې د افغانستان صادرات د ثبات په لور روان دي، وویل: تېر کال د ایران اسلامي جمهوریت، ازبکستان، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته د افغانستان صادرات دوه چنده شوي دي.
عبدالسلام جواد څرګنده کړه: موږ په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۰ میلیارده ۶۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت له رامینځته کیدو څخه په څه دپاسه دریو کلونو کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دغه هیواد تجارتی، اقتصادی او سیاسی اړیکې د پراختیا په حال کې دی.
د پیغام پای/
Your Comment