AP ۱۴۰۳ لړم ۲ ۲۰:۵۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85637545
T T
۰ Persons

Tags

د تیرې میاشتې په صادراتو کې څه دپاسه ۷۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په وږی میاشت کې په صادراتو کې څه باندې ۷۰ میلیونه ډالره زیاتوالی او په وارداتو کې کموالی اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په دویمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دغې ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳٫۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴٫۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

 خبرځاى زياته کړه: د روان کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۳٫۳ میلیونو ډالرو ته ورسيد. د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو ارزښت د زمري مياشتې د صادراتو په پرتله ۷۰٫۶ ميليونه ډالره زیاتوالی لري.

همدارنګه د روان کال په زمري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۱۱٫۱ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په وږي مياشت کې د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.

 ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین څخه ترسره شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .