د صادراتو په برخه کې د وزارتونو او ریاستونو لپاره یو واحد سیسټم رامینځته شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمیټې د صادراتو اړوند وزارتونو او ریاستونو لپاره د واحد سیستم د رامنځته کولو طرحه تصویب کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر ویلي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د دغه طرحې له مخې به په صادراتي اسنادو کې له جعل څخه مخنیوی وشي، د صادراتو وخت او لګښت به راکم شي، د صادراتو د تضمین اعتبار به زیات او په مجموع کې به د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولري.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .