په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر ویلي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
د دغه طرحې له مخې به په صادراتي اسنادو کې له جعل څخه مخنیوی وشي، د صادراتو وخت او لګښت به راکم شي، د صادراتو د تضمین اعتبار به زیات او په مجموع کې به د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولري.
د پیغام پای/
Your Comment