چین: امنیت شورا باید له طالبان سره د اړیکو د لا اسانه کولو لپاره پر افغان چارواکو د سفر بندیزونه لغوه کړی

کابل – ایرنا- د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو پر سفر د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د چين استازي فو کانګ د کب په شلمه نېټه د افغانستان په اړه د دغې شورا په غونډه کې وويل، چې د امنیت شورا باید د افغانستان د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیزونه لغوه کړي او د ۱۹۸۸ د بندیزونو رژیم تعدیل کړي، ترڅو د افغانستان له سرپرست حکومت سره د لا زیاتو اړیکو زمینه برابره شي.

 هغه زیاته کړه: د نړۍ هېوادونه په تېره بیا لویدیځ هېوادونه باید له سیاسي ملحوظاتو پرته له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

 د چین استازي همداراز د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ځپلو ته دوام ورکړي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازی دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې، د امنیت شورا د ۱۹۸۸ په پریکړه لیک کې د طالبانو د افرادو، ډلو، موسسو او ادارو د شتمنیو کنګلول، د سفر بندیز او د وسلو بندیز شامل دی.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .