په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن چهارشنبه د کب ۲۲مه وویل: د ملګروملتونو په غونډو کې ځینې جهتونه د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوی.
هغه د پاکستان د استازي په څرګندونو سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه: په دغو غونډو کې د افغانستان نه ګډون د دغه هېواد په زيان دى.
فطرت وويل: اوسمهال په افغانستان کې يو واحد نظام حاکم دى او د دغه هېواد په اړه د عقده ای او غير عادلانه قضاوت د مخنيوي لپاره بايد ملګري ملتونه په دغه سازمان کې د افغانستان دريځ په رسميت وپېژني.
د ایرنا د خبر له مخې، په ملګرو ملتو کې د پاکستان دایمی استازی منیر اکرم وویل د تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د طالبانو د غیر رسمی ملاتړ په حال کې دی.
هغه زیاته کړه، تحریک طالبان پاکستان تر ټولو لوی ترهګریز سازمان دی چې په افغانستان کې فعالیت لري او شپږ زره غړي لري.
د پیغام پای/
Your Comment