مسکو: نړیوال ټولنه باید له افغانستان څخه د باج غوښتنې هڅه کې نه وي

کابل- ایرنا- په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي له نړیوالو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان څخه د باج غوښتنې هڅه کې نه وي، بلکې د اړینو او فوري مسایلو په اړه باید له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا جمعه د چنګاښ اوله و ویل«د افغانستان په اړه خبرې اترې د طالبانو له مستقیم حضور او رول پرته ممکن نه دي.»

هغه همدارز له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له باج غوښتلو پرته دې د اړینو او فوري مسایلو په اړه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي د کوم ځانګړي هېواد د نوم يادولو پرته وويل:تاسو بايد هغه چلند ودروۍ، چې افغانستان ستاسو د هيلو عامل کېږي او ملګري ملتونه د وسيلې په توګه مه کاروۍ.

واسيلي زياته کړه: روسيه غواړي چې د ښځو حقونه تامين کړي او په افغانستان کې د ټولو قومي او سياسي ډلو د استازو په شتون سره يو ټول ګډونه حکومت جوړ شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .