د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند د دوحې غونډې په څنډه کې یو ځل بیا و ویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د پلاوي مشر دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه مازیګر مهال د دوحې ناستې وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواک کړي او د دوحې دوه ورځنۍ غونډه یې ګټوره او د افغانستان په ګټه وبلله.

مجاهد د خبریالانو سره خبرو کې یو ځل بیا و ویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي ټاکلو اړتیا نشته.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک له مخې تصویب شو، په همدې حال کې د سرپرست دولت چارواکي تل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل غیر ضروري بولي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .