د افغانستان او ازبکستان چارواکو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ بازار ستونزې حل کړي

مزارشريف- ايرنا- د مزارشريف نه ۹ کسيز ځايي پلاوي د ګډ بازار د ستونزو د حل په موخه ازبکستان ته سفر کړی او له ازبک چارواکو سره يې خبرې کړې دي.

په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال د راپور له مخې، د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر نن شنبه د سلواغه ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سیمې نهه کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او هلته یې له ازبک چارواکو سره پر پوله د افغان ټرانزیټي موټرو د تګ راتګ د ځنډولو، په ګد بازار کې د افغاني وچې مېوې له پلورلو، د ګد بازار روغتون ته د ناروغانو د لاسرسي د نشتوالي په اړه خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې ازبکستان به ۱۵۰۰ افغان ټرانزیټي موټرو ته له پولې د تېرېدو اجازه ورکوي او هغه افغان سوداګر چې په ګد بازار کې دوکانونه لري کولای شي افغاني وچه مېوه وپلوري.

 دواړو لورو په دې هم موافقه وکړه چې عاجلو افغان ناروغانو ته به اجازه ورکول کېږي چې د عام بازار روغتون ته له تذکرې سره لاړ شي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د ازبکستان او افغانستان ګډ بازار سږ کال د افغانستان او ازبکستان پولې ته څېرمه د سرخان دریا په ولایت کې پرانیستل شو او د دغه بازار هدف د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د تجارتی مالونو ازاده تبادله ده.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .