AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۶:۳۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85526035
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان الکترونیکي حکومتولۍ برخه کې د اوزبیکانو د پانګونې لېوالتیا

کابل- ایرنا- یو شمېر اوزبیکستاني پانګوالو په افغانستان کې د الکترونیکي حکومتولۍ په برخه کې د پانګونې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه د یو شمېر اوزبیکستاني پانګوالو سره کابل کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې اوزبیکستاني پانګوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د استخراج، له هغو څخه د برېښنا د تولید، د نفتو د معیاري چاڼ خونو، د سمنټو د کارخانو جوړولو، د مالک کان د استخراج او معیاري مالګې د تولید، د نساجۍ د معیاري کارخانو جوړولو او دغه راز د الکترونیکي حکومتولۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

اوزبیک پانګوالو زیاته کړه، افغانستان اوس د پانګونې لپاره په یوه مناسب هېواد بدل شوی دی او دوی به بشپړه توګه چمتو دي، چې په یادو شویو برخو کې پانګونه وکړي او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د اوزبیکستاني پانګوالو له لوري د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې له پانګونې مننه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې په اړه برخو کې به ټول وزارتونه او ادارې له دوی سره همکاري وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې په تیرو دوو ورځو کې یو شمېر ازبک سوداګرو او پانګوالو کابل ته سفر کړی او د افغانستان د سرپرست دولت له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .