په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات ولایت مقام له خوا نن دوشنبه د لیندۍ ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ته په سفر کې د ترکمنستان سره په ګډې پولې د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير رشيد مردوف سره په ګډه پوله لیدنه او خبرې وکړې.
دواړو خواوو د ټاپي پروژې د عملياتي چارو د لیدنې سر بیره د اوسپنې پټلۍ غځونې، د رېل سټېشن گودامونو، د نوری فایبر انتقال او د ویزو او ترانسپورتی چارو په اسانتیاوو خبرې وکړې. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي پروژې د پرمختګ او د دې پروژې د کار د بهیر د چټکتیا په اړه د بهرنیو چارو وزارت پلاوي ته معلومات ورکړل.
دواړو لورو موافقه وکړه چې د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا، د اورګاډي پټلۍ د غځولو، د برېښنا د غځولو، د ټرانزیټي اسانتیاوو د زیاتولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه به د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه په کابل او عشق اباد کې خپلو همغږيو غونډو ته دوام ورکړي.
د ایرنا په وینا، په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار روان دی.
د پیغام پای/
Your Comment