AP ۱۴۰۳ وری ۱۶ ۱۱:۴۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85434571
T T
۰ Persons
افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټي او سوداګریزو فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ

هرات -ایرنا- د هرات والي او په هرات کې مېشت د ترکمنستان د کونسلګرۍ مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګریزو فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات والي مولانا اسلام جار چهارشنبې د وري ۱۵ مه ماښام مهال په هرات ولایت کې مېشت د ترکمنستان هېواد له جنرال کونسل باتور یولوف سره وکتل.

دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزيټي او اقتصادي فعاليتونو پر پراختيا ټينګار وکړ.

د ترکمنستان جنرال کونسل باتور یولوف ژمنه وکړه چې د افغانستان سوداګرو ته به د خپل هېواد په استازیتوب د ترانزیتي او صادراتي فعالیتونو د زیاتوالي په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات والي مولانا اسلام جار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزيټي فعاليتونو د زياتوالي هرکلى وکړ او په دې برخه کې يې د سيمه ييزې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ایرنا د راپور له مخې اوس مهال د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټي سوداګریزو موټرو د منلو کچه په ورځ کې ۷۰ موټره ده او اټکل کیږي چې دا شمیره هره ورځ ۱۵۰ موټرو ته لوړه شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .