په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخي، د روغتيا نړيوال سازمان نن سه شنبه د مرغومی په ۱۸مه اعلان وکړ، چې د تېر کال له پيل راهيسې په افغانستان او پاکستان کې د پوليو ۹۲ پېښې ثبت شوي، چې ۲۵ پېښې يې په افغانستان او ۶۷ پېښې په پاکستان کې دي.
دغه سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي چې په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې روانه اوونۍ د پولیو ۳ نوې پېښې هم ثبت شوې دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا دا مثبتې پېښې د بلوچستان ایالت په کیلا عبدالله سیمه، د سند ایالت په کشمور او د خیبر پښتونخوا په ټانک کې ثبت شوې دي. په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۹۳ مثبتې پېښې په افغانستان او پاکستان کې د تېر کال په پرتله د دغې ناروغۍ د بې ساري زیاتوالي نښه دی.
د ایرنا په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یوازې ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې هر یو یې ۶ پېښې وې.
د پیغام پای/
Your Comment